اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) قامي اصحت لپاره د ??زي??اعظم کوآرډينيټر ډاکټر ??ختار احمد بھرتھ د صحت وزارت او ماتحت ادارو مشرانو ته ټولې سركاري چارې په وخت د ترسره كولو امر كولو سره وئيلي دي د اېم ډي کېټس په ازموئنه كښې دې په هر صورت سپېځلېتيا باوري كړې شي، د اېم ډي کېټس پيپرز هر ډول ليكج به نه برداشت كوٶ۔ د شورو په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د صحت وزارت او د ماتحت ادارو مشرانو غونډې په مهال وكړه چې مقصد ئې د صحت په څانګه كښې اصلاحات باوري كولو لپاره د اقدامات جاج اخستل وو۔ په غونډه كښې ډاکټر ??ختار احمد بھرتھ امر وكړو چې د ادارو مشران دې سپارلې شوي هدفونه د ډېډ لائن له مخې باوري كړي۔ د پي اېم ډي سي د سندونو تصديق، رجسټريشن او لائسنسنګ په اړه د??خواستونه دې په سمدستي بنيادونو ترسره كړې شي ۔ ده ووئيل د اېم ډي کېټس په ازموئنه كښې دې په هر صورت سپېځلېتيا باوري كړې شي اوپه دې لړ كښې سپېځلتيا باوري كولو لپاره دې ټولو شراكتدارو سره غونډه وكړې شي٬ پي اېم ډي سي او اړو??دو شراكتدارو سره د غونډې نه ور??ستو دې د صحت وزارت په تحريري توګه خبر كړي۔ دغسېې وزارت ته د نوو کالجز رجسټريشن په اړه راتلونكې درخواستونه دې په يوه اونۍ كښې ترسره كړې شي ۔ ډاکټر ??ختار بھرتھ ووئيل اېن آئي آر اېم هسپتال به اپ ګرېډ كوٶ٬ د روغتون اېګزېكټو ډائرېكټر دې په لسو ورځو كښې د ادارې بهترۍ لپاره د نوو تقاضو له مخې تجويزونه او سفارشات مرتب كړي٬ هيلتھ ټورازم ته ودې ور??ولو لپاره دې كوټلې او جامع پلان جوړ كړے شي ځكه چې پاكستان په هيلتھ ټورازم كښې ډېر پوټينشل لري۔
ډاکټر مختار احمد بھرتھ د صحت وزارت او ماتحت ادارو مشرانو ته ټولې سركاري چارې په وخت د ترسره كولو امر وكړو٬ د اېم ډي کېټس په ازموئنه كښې دې په هر صورت سپېځلېتيا باوري كړې شي
Hula Honest Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال