په پولئيزو سيمو كښې د سرمايه كارۍ خاص زونز او صنعتونه جوړولو لپاره دې جامع منصوبه بندي وكړې شي۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ
Jungle Fun Official Entertainment Official Website
APP37-080124
ISLAMABAD: January 08 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a review meeting regarding Afghan Transit Trade and Anti-Smuggling operations. APP/MAF/TZD/FHA
اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د تجارت او صنعت وزارت ته سپارښتنه كړې چې په پولئيزو سيمو كښې د سرمايه كارۍ خاص زونز او صنعتونه جوړولو لپاره جامع پلان جوړ كړئ ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جا??ي ??يان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د افغان ټرانزټ ټريډ لوظنامې له مخې د تجارت او په پولئيزو ضلعو د قاچاق خاتمې پحقله د جاج اغستو غونډه شوې٬ په غونډه كښې د خزانې نګرانې وفاقي وزېرې ډاکټر شمشاد اختر، د بلوچستان او خېبر پښتونخوا چيف سېكرتريز، د فرنټيئر کور اړوندو آئي جيز، وفاقي سېكرټريز او لوړو پورو ګډون كړے۔ په دې مهال غونډه د افغان ټرانزټ ټريډ او د قاچاق مخنيوي پحقله د رپورټ پېشرفت نه خبر كړې شوه ٬ دغسې غونډه د پاکستان کسټمز، اېف سي، ضلعي انتظاميه او د اېن اېل سي په پولئيزو سيمو كښې د كاركردګۍ نه هم خبر كړې شوه ۔ غونډې ته ووئيل ??ول ټولې اېجنسۍ په ګډه په پوليئزو سيمو كښې د قاچاق مخ نيوي لپاره اقدامات كوي چې په سبب ئې په لكهونو ټنه د غېر قانوني څيزونو راوړلو مخ نيوي سره د هېواد خزانه د زي??نه بچ كړې شوې ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د قاچاق مخنيوي لپاره اقدامات لا ګړندي كړئ او په دې لړ كښې راتونكې غونډه كښې ربورټ وړاندې كرئ۔ وزيراعظم د بلوچستان چيف سېكرټريز ته په پولئيزو سيمو كښې د اولس تفصيلات مرتب كولو سره د هغوي هنر منده كولو او د روزګار وركړې لپاره د يوې جامع لائحې زر تر زره د ترتيولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم د تجارت او صنعت وزارتِ ته سپارښتنه وكړه چې په پولئيزو سيمو كښې د سرمايه كارۍ خاص زونز او صنعتونه جوړولو لپاره جامع پلان وړاندې كړئ۔ وزيراعظم ووئيل ?? قاچاق لاره نيولو لپاره دې ټولې ادارې په خاص ??وګ?? فرنټيئر کور، کسټمز او ضلعي انتظاميه دې اقدامات په ګډه وكړي ځكه چې د قاچاق ناوړه كاروبار څخه يو څو مخوريزو ته ګټه رسي او ټول قام ته زي??ن رسي۔ ده ووئيل حكومت به د دې تر خاتمې اپرېشن روان ساتي٬ دغس ېنګران حکومت به د خپلې مودې تر آخري لمحې د قاچاق خاتمې لپاره اقدامات كوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې اېن اېل سي دې په چمن بارډر د خپل سکېننګ او چېکنګ منصوبه زر تر زره بشپړه كړي ۔ ده دا هم ووئېل چې پولئيزو ضلعو په خاص ??وګ?? په حساس سيمو كښې دې د ښه شهرت لرونكې چارواكي تعينات كړې شي او د پوسټنګ ټرانسفر سپېځلے نظام دې بحال كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل ?? افغانستان پشمول چې كومو نورو هېوادونو سره د پاكستان د لارې ټرانزټ ټرېډ كېږي د تجارت وزرات د دغې كره نګراني وكړې او اړوند چارواكي دې د څيزونو برامد پحقله خبر كړې شي۔ ده په پولئيزو سيمو كښې قانوني تجارت ته وده وركولو او د بشپړه دستاويزي كاروائې باوري كولو هم امر وكړو٬ ده ووئېل د كارګور مانيټرنګ لپاره دې د اېف بي آر ټرېك اېنډ ټرېس نظام فعاله كړې شي