اسلام آباد 04 فروري(اے پي پي) د پاکستان لخوا د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو د بشپړه ملاتړ پخلي او کشمير كښې د هند بدترين ظلمونه نړۍ ته په ډاګه كولو لپاره به قام (نن) د جمعې په ورځ د كشمير يوالي ورځ په بشپړه ډول لمانځي شي. په دې ورځ به پاكستان كښې سركاري رخصتي وي۔ د پاكستان وزيراعظم عمران خان به د آزاد کشمير په کوټلي ضلع كښې د كشمير يوالي ورځ مناسبت سره جلسه عام ته وېنا كوي۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي به په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د يوالي د واك مشري كوي٬ د آزاد کشمير په پايه تخت مظفرآبا كښې به د واك مشري د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان يا د آزاد کشمير صدر سردار مسعود خان كوي۔ ګلګت كښې به ګورنر يا وزيراعلي بېلا بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو كسانو د واك مشري كوي٬ دغسې په صوبائي سرښارونو پېښور٬ لاهور٬ كراچۍ كښې او كوئټه كښې به ګورنران يا وزيراعلي د كشمير يوالي واك مشري كوي٬ په دې ورځ لس بجے به ګرد هېواد كښې يوې دقيقي لپاره خاموشي اختيارولې شي ټرافېك به يوې دقيقي لپاره ودرېږي او سائرن به غږولې شي٬ د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم د اسمبلۍ دورې په مهال د يوې دقيقې خاموشي په تولو ښارونو كښې اختيارولې شي٬ اسلام آباد او صوبائي سرښارونو كښې په ټولو هوائي مېدانونو ٬ هائي وے او رېلوے سټيشنز به بل بورډ او پوسټرز آويزا كولې شي٬ په کوهاله پل به د پاکستان او آزاد کشمير تعلق لرونكي پارلماني نمائندګان د لاسونو زنځير جوړوي٬ په ايوان صدر كښې به د كشميري پحقله سېمينار كولې شي٬ ګرده نړۍ كښې د پاكستان مشنز كښې به هم د دې ورځ مناسبت سره دستورې كولې شي٬ په تعليمي ادارو كښې به د كشمير يوالي ورځ مناسبت سره تقريري مقابلے كېږي٬ شکرپرياں كښې به د كشمير يوالي ورځ پحقله خاص پروګرام كولې شي. د يادونې وړ ده چې د كشمير يوالي ورځ په سركاري كچه د لمانځلو پېل په كال 1990 كښې شوے ٶ او د دې نه پس هر كال د پاكستان ټول قام د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ملاتر او دوي سره د يوالي څرګندونې لپاره دا ورځ لمانځي
کشمير كښې د هند بدترين ظلمونه نړۍ ته په ډاګه كولو لپاره به قام (نن) د كشمير يوالي ورځ لمانځي
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II