كوئټه 30 نومبر(اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي زمونږ كوم سياسي ګوند سره مخالفت نشته٬مونږ به چارټر آف اكانومي راوړو او د 18بدلون تحفظ به كوو٬جيالے به د فرورۍ په 8مه نېټه سرپرائز وركوي٬آصف عل?? زرداري بل??چس??ان د خپلو وسائلو مالك جوړ كړے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ ايوب سټېډيم كښې د پاكستان پيپلز پارټي 56مې تاسيس په اړه راجوړې كړې غونډې ته په خپله وينا كښې كړې۔بلاول بهټو زرداري ووئيل سياستمدار د ذاتي انا په ځاے بايد د اولس فكر وكړي٬آصف عل?? زرداري چرې هم د انتقام سياست نه دے كړے بلكې كركه او د تقسيم سياست يې عمر له ختم كړے ٬كه هغه غوښتلې نو ډېر كسان به يې زندان ته لېږلې وو خو هغه اتلسم بدلون منظور كړے ۔ده ووئيل آصف عل?? زرداري د سي پېك د بنياد تيګه اېښودې٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام يې پېل كړے او په يو كال كښې يې پاكستان په غنمو كښې خودكفيله كړے ۔ بلاول په دې موقع”اګلي باري پهر زرداري” نعرې وهلو سره ووئيل مونږ د كوم سياسي ګوند سره مخالفت نه لرو ٬مونږ به چارټر آف اكانومي راوړو۔بلاول بهټو ووئيل مونږ د ذوالفقار عل?? بهټو مشن بشپړولو له لوظي يو۔بلاول بهټو ووئيل مونږ د پاكستان كروندګرو له آسانۍ وركول غواړو٬سبسډي د صنعت كارو په ځاے كروندګرو له وركول غواړو۔د كروندګرو لپاره به هم كسان كارډ معرفي كولې شي۔ ده ووئېل مونږ به خپلو خواري كښو له د هغو?? حقونه وركوو٬مونږ به مزدور كارډ هم شروع كوو ۔ده ووئيل اېن آئي سي وي ډي كښې وړيا درملنه كېږي۔كه په بل??چس??ان كښې جياله وزيراعلٰی جوړ راغلو نو په كوئټه كښې به هم وړيا درملنه كېږي ۔دا مهال كوم هم روغتون د ګمبټ او خيرپور د روغتونونو مقابله نشي كولې٬ ده ووئېل د سندھ غوندې به په بل??چس??ان كښې هم د زړونو روغتون جوړولے شي۔
جيالے به د فرورۍ په 8مه نېټه ټولو ته سرپرائز وركوي٬سياستمدار ېايد د ذاتي انا په ځاے د اولس فكر وكړي۔د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري كوئټه كښې خطاب
PUBG entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena