اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو په وزارت كښې د لاهور هائي كورټ حسن معاوېه كېس حوالې سره د وزيراعظم د تشكيل كړې شوې لوړې كچې كمېټۍ غونډه وشوه۔ د كورنيو چارو وف??قي وزير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې دې غونډه كښې د مذهبي چارو نګران وف??قي وزير انیق احمد ، د قانون وزير ٬ د خارجه وزارت ٬ د تعليم وزير ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ٬ پي ټي اے ٬ صوبائي چيف سېكترانو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو ګډون وكړو۔ د خالي په ورځ شوې دې غونډه كښې د حسن معاویہ کېس كښې د معزز عدالت لاهور هائی کورټ په جاری كړې احكاماتو د پېشرفت جاج واخستے شو۔ داخله وزير ووئيل ټولې صوبې ځان سره آن بورډ اخستلو سره به د عدالتي احكاماتو تعميل باوري كولې شي۔ قانون نافذ كوؤنكي ادارې په خاص توګه پنجاب پوليس دې دا خبره باوري كړي چې كوم غېر رجسټرډ ناشر يا غېر مسلم به د تحريف شوي قرآن اشاعت نه كوي۔ د آئين او قانون په خلاف ورزۍ دې ا??ون??ې ادارې په سمدستي توګه خپل رد عمل څرګند كړي۔ د غیر مسلم كميونټي د قرآن حرمت او تقدس سره ا??ون?? قانون څخه په فعاله ډول خبر كړې شي۔ ده ووئيل پاکستانی احمدی زمونږ اقليت دي دوئي هم بايد ا??ون??و قوانينو څخه خبر كړې شي۔ چا ته به په كوم هم بنياد د قانون په خپلو لاسونو كښې د اخستو اجازه ور??ولې نه شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د ژوند كوؤنكې اقليتي آبادۍ تحفظ به باوري كول وي۔ داخله وزير د پنجاب آئي جي غونډې ته په نه حاضرېدو د ناراضګۍ او غصې څرګندونه وكړه۔ د مذهبي چارو وف??قي وزير ووئيل دين سره تعلق او پاك پېغمبر (ص) سره عشق د مسلمان له زړه څخه وتلې نه شي۔ ټولو صوبو له به په ګډه كار كول او د عدالتي احكاماتو له مخې حكومت عملداري باوري كول وي۔ ده ووئيل د آئين له مخې احمد غېر مسلم دي او خپل د عبادت ځايونه د جوماتونو په څير جوړولې نه شي۔ په غونډه كښی ا??ون??و ادارو خپل رپورټس وړاندې كړل او كمېټۍ ته يۍ ووئيل چې د قانون خلاف ورزي كوؤنكو په ضد يو شمېر كېسونه درج كړې شوي دي۔ په ګوګل موجود د سپكاوي يو شمېر ویب سائټس د عدالتي احكاماتو د لارې بند كړې شوي دي۔ د داسې وېب سائټس او ناشران په ضد فوري قانوني كارروائي كولې شي
د كورنيو چارو وفاقي وزير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د لاهور هائي كورټ حسن معاوېه كنس حوالې سره د وزيراعظم د تشكيل كړې شوې لوړې كچې كميټۍ غونډه ٬ د مذهبي چارو وزير انيق احمد ٬ د بيلو ادارو بريفنګ
Wild Hell Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ