اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) پخواني وزیراعظم او د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د استاذانو نړيوالي ورځ په مو??ع استاذانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د مهذبې او تعلیم یافته ټولنې په تعمیر كښې د استاذانو کردار بنیادی اهمیت لري ، درس او تدریس پیغمبری شیوه ده،دې څانګې سره تعلق لرل ?? سعادت او اعزاز خبره ده،لوي څښتن انسانان د جهالت د تيارو څخه وېستلو او د انسانیت ښېګړې لپاره انبیاء کرام رالېږلې دي كومو چې د درس او تدریس د لارې انسانیت د جهالت څخه وېستلو نه آسمان ته رسولے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د استاذانو نړيوالي ورځ په مو??ع په خ??ل يو پیغام كښې كړې ده كومه چې هر كال په 5 اکتوبر په ټوله نړۍ كښې په ادب او احترام سره لمانځلے كېږي۔د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل استاذان د قام معماران دي كوم چې د ځوان نسل ذهنی روزنه كښې په زړه پوړۍ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل زمونږ مذهب د علم ترلاسه كولو ته اهميت وركوي او د استاذانو د ادب او احترام تلقین کوي۔ده ووئيل استاذانو له اسلام د روحانی مور او پلار درجه وركړې ده لهذا د هغوې عزت او احترام په م??ڼږ ټولو واجب دے۔ده د استاذانو نړيوالې ورځ په مو??ع استاذانو ته سلام كولو كښې ووئيل نن چې مو??ږ څه هم يو د خپلو استاذانو په سوب يو۔
د مهذبې او تعلیم یافته ټولنې په تعمیر كښې د استاذانو کردار بنیادی اهمیت لري،د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع پیغام
Destiny of the Sun and Moon Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو