اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) وز??راعظم محمد شهباز شريف د لوي اختر د خوشحالو په موقع د پاكستان قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كولو سره ووئيل چې لاس په دعا يم چې لوي څښتن دې د ټولې اسلامي نړۍ عبادتونه او قربانۍ پخپلې بارګاه كښې قبولې كړي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وز??راعظم ووئيل چې په نننۍ مقدس ورځ حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام د الله په بارګاه كښې تسليم ??و د رضا څرګندونه كولو سره د قربانۍ لازوال مثال وړاندې كړې ٶ٬ دا عمل لوي څښتن ته دومره خوښو شو چې دا ئې تر قيامته د محمدۖ امت لپاره د عبادت په تو??ه لازم وګرځولو۔ ده ووئيل ياد وساتۍ چې! قرباني يو رسم نه دې بلكې يو عالمګير جذبه ده، قرباني يوازې د څارو د ذبح كولو نامه نه ده بلكې د دې مقصد اعلٰې مقاصد ترلاسه كولو لپاره خپل د ژوند مال اسباب د الله په لار كښې قربانول دي۔ وز??راعظم ووئيل دا يو حقيقت دے چې په نړۍ كښې يو قام تر ھغه وخته ترقي نشي كولې تر څو چې په ھغوي كښې د ايثار او قربانۍ جذبه نه وي۔ ده ووئيل د خوشحالۍ په دې موقع پاكستاني قام ??و د ګردې نړۍ مسلمانانو ته د زړه د خلاصه مباركي وركوم ??و د الله په دربار كښې لاس په دعا يم چې الله پاك په پاكستان خپل رح??تونه نازل كړي او زمونږ نېك اعمال په خپل دربار كښې قبول كړي۔ آمين
د لوي اختر د خوشحالو په موقع د پاكستان قام او اسلامي نړۍ ته مباركي وړاندې كوم٬ لوي څښتن دې د ټولې اسلامي نړۍ عبادتونه او قربانۍ پخپلې بارګاه كښې قبولې كړي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف ټويټ
Galaxy Gem online entertainment website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ