اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ متحده عرب امارات كښې د روان كال اكتوبر مياشتې اولنۍ نېټې نه د پېل كېدونكې نړيوال نندارتون (ورلډ اېکسپو 2020) دوره وكړه۔ متحدہ عرب امارات كښې د پاكستان سفير افضال محمود ٬ د دبۍ قونصلېټ قول جنرل احمد امجد علي او د سفارتخانې مشران چارواكي هم خارجه وزير سره وو۔ خارجه وزير د دبۍ په انټرنېشنل اېکسپو كښې جوړ شوي پاكستاني پوېلين ته لاړو۔ خارجه وزير ووئيل د روان كال اكتوبر مياشتې په اولنۍ نېټه پېل كېدونكي نندارتون كښې د پاكستاني پولين موجودګي د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د لسيزو نه راروانې ملګرتيا عكاسي كوي۔ هغه ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې په متحده عرب امارات كښې د لكھونو په شمېر پاكستانيان د دې ځائې په تعمير او پرمختګ كښې خپل بشپړه كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل په متحدہ عرب امارات كښې كېدونكې اېکسپو 2020 كښې د پاكستان شموليت زمونږ د دوه اړخيزه اقتصادي رابطو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې ودې ښكاره مثال دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دبئی اېکسپو(2020ء ) لپاره جوړ كړے شوے پاكستانې پوېلين په 3 زره 4 سوه 50 سكوائر فټ مشتمل دے۔
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په متحده عرب امارات كښې د ورلډ اېكسپو 2020 دورہ
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں