اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي)د وزیراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې وزيراعظم هاٶس كښې د لوړې كچې عونډه وشوه چې پكښې د ردالفساد د نتيجو جاج واخستې شواو په اتفاق دا عزم څرګند كړې شو چې تر هدفونو ترلاسه كېدو به عمليات دوامداره ساتلې شي۔ غونډې ته ووئيل شول ردالفساد عمليات هېواد كښې د ترهه ګرۍ بشپړې خاتمې له د قامي عزم عكاسي كوي۔ وزیراعظم ووئيل د ټولو اتفاق او د اولس جذبات د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د بريا ضمانت دے۔ ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې او مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په خپل لوظ ترسره كولو كلك ولاړ يو او د كوم چاپېرچل٬ رنګ يا ډلې د امتياز نه غېر به د ترهه ګرۍ خاتمې له ټول ګامونه پورته كولې شي ۔ د غونډې ګډون كوٶنكو د هر ډول ترهه ګرۍ او انتها خوښې لپاره د هر رياستي طاقت كارولو سره د كاروائۍ روانې ساتلو او يو محفوظ ٬ سوله ايز او مستحكم پاكستان باوري كولو له په اجتماعي مقصد سلا شوي۔ ګډون كوٶنكو د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ مخنيوي په لائحه په كاميابۍ سره عملدرآمد له قامي يوالے او مرسته ډېر ضروري ده ۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان، د خزانې وزير محمد اسحاق ډار، د وزیراعظم د خارجه چارو صلاحك??ر سرتاج عزیز، د وسله والو پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ،د قامي سلامتیا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه ، د آئي اېس آئي ډ?? جي لیفټېننټ جنرال نوید مخت??ر سره سره اعلٰې سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔
د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د سلامتيا په اړه د د لوړې كچې غونډه
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔