اسلام آباد 25 نومبر(اے پي پي) د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي چې د پېټروليم پمپونو د هړتال په بهانه ځينې ډلې په مارجن كښې 9 روپې اضافه كول غواړي، اولس پرېشان كول درست نه دي، جائز غوښتنې به منو، ناجائزې غوښتنې به ونه منو. د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل چې د پېټروليم پمپونو د هړتال په بهانه ځينې ډلې په مارجن كښې 9 روپې اضافه كول غواړي، يو څو كمپنې خوشحالولو لپاره د 9 روپو اضافه نه شي كېدې. ده ووئيل چې د پېټروليم ډيلرز اېسوسي اېشن په غوښتنه په مارجن كښې د اضافې سمري د وړاندې په اي سي سي كښې وړاندې كړې شوې. په راتلونكې غونډه كښې به پرېكړه وكړې شي او جائز غوښتنې به تسليم كولې شي. ده ووئيل چې د پېټرول پمه مالكانو د مشكلاتو احساس لرو. د پېټرول پمپ مالكان دې د اولس د كشالو احساس كولو سره په خپله پرېكړه نظرثاني وكړي.
د پېټروليم پمپونو د هړتال په بهانه ځينې ډلې په مارجن كښې 9 روپې اضافه كول غواړي، اولس پرېشان كول درست نه دي، جائز غوښتنې به منو، ناجائزې غوښتنې به ونه منو. د توان وفاقي وزير حماد اظهر
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará