اسلام آباد۔11مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د خوراك څښاك او د نورو ضروري څيزونو په بيعو قابو موندلو له په سمدستي توګه د كمېټۍ جوړولو او د ناجائزې منافع خورۍ په ضد د سختې كارروائي كولو هدايت كړے دے۔ دا هدايت ده د ګل په ورځ د وفاقي كابينې اولنۍ غونډي مشري كولو په په مهال وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې اولنۍ غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ وزیراعظم د كابينې غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې د نوې ټاكلي شوي حكومت تګلاره په ډاګه كړه۔ وزیراعظم نوې ټاكلې شوې كابينې ته مباركي وركړه او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د كابينې په غونډه كښې هدايت جاري كړو چې په هېواد كښې د خوراك څښاك او نورو ضروري څيزونو په بيعو قابو موندلو له دې في الفور يوه كمېټي جوړه كړې شي او صوبائی حکومتونو سره په ګډه دې د قيمتونو څارنه باوري كړي۔ ده ووئيل د ناجائزه منافع خورۍ په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي۔ په دې لړ كښې به كومه كمي زغملې نه شي۔ وفاقی کابینې د تجارت وزارت په سپارښتنه د روان كال تر 15 اپرېل د كېلو او پياز په برآمد د بندېز لګولو منظوري وركړه۔ دا بندېز په هېواد كښې د رمضان المبارك په مهال د كېلو او پياز په زيات مقدار كښې شتون لپاره ولګولے شو۔ وفاقی کابینې د داخله وزارت په سپارښتنه د نېدرلېنډ د وګړي اورنګزیب د پاکستانی شهریت يو وارې بيا د ترلاسه كولو خواست منظورولو اجازت وركړو۔ وفاقی کابینې د نشائي توكو د مخنيوي وزارت په سپارښتنه د مېجر جنرل عبدالمعید هلال امتیاز ملټری د ډائرېکټر جنرل اېنټی نارکوټکس فورس د تعيناتۍ منظوري وركړه۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې اولنۍ غونډه ٬ د خوراك څښاك او ضروري څيزونو په بيعو قابو موندلو له په سمدستي توګه د كمېټۍ جوړولو او د ناجائزې منافع خورۍ په ضد د سختې كارروائي كولو هدايت
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی