اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي اېم كيو اېم زمونږ ملګرے ګوند دے، مونږ يو بل سره مرسته كړې ، د اېم کيو اېم قيادت سره د وزيراعظم ډېر ښه ملاقات شوے ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان اېم كيو اېم سره د ترسره شوي ملاقات پحقله خپل بيان كښې ده ووئيل د ملاقات په مهال مونږ د ټول سياسي صورتحال جاج اخستے دے۔ ده ووئيل دوي سره د راروانې تګ لارې په اړه خبرې شوې او ھغې ته حتمي شكل وركړے شوے ٬ ده ووئېل اېم کيو اېم په وزيراعظم د بشپړ باور لرلو څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل د اېم کيو اېم قيادت وئيلي دي تاسو بهادر آباد زمونږ كور ته راغلې ئې ٬ مونږ ستاسو سره ولاړ يو او اېم کيو اېم وزيراعظم ته نه څه مطالبه وړاندې كړې او نه ئې ګيله كړې ۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د اېم كيو اېم مننه كوٶ چې ھغوي زمونږ ډېر درناوے وكړو او مونږ له ئې د مرستې باوري راكړو
اېم كيو اېم زمونږ ملګرے ګوند دے، مونږ يو بل سره مرسته كړې۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania