اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي علي ګېلاني د اپوزېشن ايجنډا بې نقابه كړی٬د علي ګېلاني وېډيو څخه واضحه ثبوت ترلاسه شوے چې اپوزېشن د پارليمان غړي اخستو لپاره په خفيه ايجنډا متحد دي ۔د شورو په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د ليك شوې وېډيو څخه معلومېږي چې اپوزېشن د غېر قانوني روپو جمع كولو او د آسونو په تجارت كښې هر يو حد ته رسېدے شي۔ده ووئيل د علي ګېلاني وېډيو او اعتراف نه پس يوسف رضاګېلاني د ټاكنو كولو هېڅ اخلاقي جواز نه لري٬هغه محكښې هم سترې محكمې نااهل ګرځولے ؤ
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان