اسلام آباد 25 جون(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير خدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي د کشميريانو مشرانو سره ملاقات يوه ډرامه وه٬ پرونۍ غونډه ناكامه٬ بې سوده او بې مقصده وه، د آل پارټيز حريت کنفرنس مشران غونډې له نه وو بللے شوي ، غونډه د ٬ ګفتن، نشستن، برخاستن” نه زيات هېڅ نه وه ۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خارجه وزير ووئيل پرون په نوي ډيلي كښې يوه غونډه شوې چې پكښې نزدې 14 كشميري مشران رابللې شوي وو چې پكښې د كشمير د سباٶن پحقله خبرې شوي ۔ خارجه وزير ووئيل زما د اطلاع له مخې د دې درې نيمو ساعتو د غونډه هېڅ اېجنډا نه وه٬ اوپن فلور بحث شوے او په دې غونډه كښې د آل پارټيز حريت كنفرنس مشران نه وٶ رابللې شوې٬ د کشمير كشالې پحقله د حريت مشرانو موقف د ټولو په وړاندې دے٬ ھغوي عمرله د خپلواكۍ د حق خبره كوي٬ ھغوي وائي چې د كشمير مسئلې مستقل حل د سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې د كشميري اولس د هيلو له مخې پكار دے۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د دې نه وړاندې د جون په 22مه نيټه هم يوه غونډه شوې وه چې پكښې ناستو كشميري مشرانو د شريك مشاورت نه پس يو موقف خپل كړے ؤ او په پرونۍ غونډه كښې ئې هم د ھغې موقف پخلے كړے۔ خارجه وزير ووئيل مودي سركار اعتراف كړے چې ” د زړونو لرې والے هم شته او د ډيلي نه لرې والے هم”۔ ده ووئيل د هند لخوا به وئيلے كېدل چې د پنځم اګست كال 2019 نه پس به په مقبوضه كشمير كښئ خوشحالي راشي، د دې بيانونو نه پس دا ټولې ادعا ګانې خاورې شوي، زما په نظر كښې پرونې غونډه “ګفتن، نشستن، برخاستن” نه زياته هېڅ نه ٶه۔ ده ووئيل زما په نظر كښې دا يوه ډرامه وه ځكه چې په تېرو دوو كالو كښې چې په كشميريانو كوم ظلم او جبر كېدو دې څخه دهند او د مودي سركار عزت متاثره شوے ، د دغې خفت ورانولو لپاره دا هڅه شوې۔ ده ووئيل وړومبې ادعا وكړې شوه چې هلته حالات بيخي د معمول له مخې دي٬ په پرونۍ غونډه كښې موجودو كشميريانو د پنځم اګست كال 2019م يو اړخيزه اقدامات د بېرته اخستو غوښتنه كړې٬ کشميريان د كشمير د آئيني حيثيت د بشپړه بحالۍ غوښتنه كوي۔ ده ووئيل دا خبره هم تر غوږو شوې چې دا يو اړخيزه اقدام په سپريم كورټ كښې چېلنج شوے او تر اوسه په دې پرېكړه نه ده شوې ٬ واضح ښكاري چې كشميريانو ته د دوي د غوښتنو كوم كوټلے ځواب نه دے وركړے شوے۔ خارجه وزير ووئيل كشميريانو ته ووئيل شول چې په مناسب وخت به د كشمير د خاص حېثيت د بحالۍ پرېكړه كوٶ، دا يو مبهمه غوندې خبره ده آيا اوس د دې مناسب وخت انتظار لا كول دي؟ په رامخې ته شوو بيانونو كښې د اعتماد فقدان ښكاري ۔ خارجه وزير ووئيل زما اطلاعات له مخې دا هم وئيلي شوي چې كه د ډيلي سركار د كشميريانو باور بحالول غواړي نو د كشمير رياستي حېثيت او خپلواكي بحالول لازمي ده ٬ د غونډې نه پس په منظر عام د راتلونكو خبرو څخه دا تاثر رامخې ته كېږي چې كشميريان د غم او غصې او كرب په حالت كښې دي او خپل سپكاوے محسوسوي۔ده ووئېل دې خبرو څخه دا تاثر هم ترلاسه شوے چې د ډيلي سركار چې د پنځم اګست كال 2019 د اقداماتو نه پس كوم تاثر وركړے چې دې سره به خوشحالي راشي٬ خو صورتحال د دغې برعكس رامخې ته شوے، د کشميريانو معيشت ړنګ شوے٬ د ذهني اذيت نه علاوه د كشميريانو زيات مالي زيان شوے ۔ده ووئېل يو شخصيت خو تر دې وئيلي چې 50 فيصده صنعتونه بند شوي٬ د کشمير مشران بنديوان دي٬ بنيادي حقونه سلب دي۔ خارجه وزير ووئيل د جبر ټول چالونه روان دي خو د كشميريانو حوصلې ماتې نه كړې شوې۔ده ووئېل په اے پي سي كښې كشميريانو د سياسي بنديوانو د خوشې كولو٬ د ماورائے عدالت قتلونو ختمول او د غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو بېرته اخستو غوښتنې كېدلې٬ دا مطالبې ھغه كشميريانو كولې كوم چې په تېرو دورونو كښې ډيلي سره په اقتدار كښې شريك وو۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل زما په نظر كښې پرونۍ غونډه ناكامه٬ بې سوده او بې مقصده وه٬ كشميريان نن هم د خپلواكۍ مطالبه كوي٬ ھغوي د سيمه ايز تناسب د بدلون په ضد غږ پورته كوي او كشميريان د خپلو بچو د ملازمتونو لپاره د تحفظ طلبګار دي
د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي د کشمير مشرانو سره ملاقات يوه ډرامه وه٬ پرونۍ غونډه ناكامه٬ بې سوده او بې مقصده وه، په رامخې ته شوو بيانونو كښې د باور فقدان ښكارېدو ۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ