پینډي 21 مارچ (اے پي پي) د باجوړ په بلورو سيمه كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو په تبادله كښې څلور ترهه ګر وژل شوي دي۔د آئي اېس پي آر له مخې ترهه ګرو په ياده شوې سيمه كښې په امنيتي ځواكونو ډزې وكړې او په ځوابي كاروائۍ كښې څلور ترهه ګر ووژل شول۔د وژل شويو ترهه ګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه كړې شوي دي۔وژل شوي ترهه ګرو د امنيتي ځواكونو په ضد د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې ككړ وو۔آئي اېس پي آر ووئيل جې د ډزو په تبادله كښې نائب صوبيدار اشتياق او سپاهي كامران په بهادرۍ سره د مقابلې په مهال شهيدان شوي۔د ترهه ګرو په ډزو كښې درې بې ګناه وګړي هم شهيدان شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې پاك پوځ د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو لپاره پوخ عزم لري او د بهادر سپاهيانو او معصوم وګړو قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا